د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا پر اوسني ولسمشر جوبایډن توندې نیوکې کړې دي او یو ځل بیا یې ویلي چې بایډن امریکا ټولۍ نړۍ ته په دوه روپۍ کړه. هغه څرګنده کړې ده چې بایډن د امریکایانو د ستونزو د حل پر ځای خپل ټول پام له جمهوري غوښتونکو سره مبارزې ته اړولی دی. ټرمپ ویلي چې بایډن د امریکا په څېر د یو مقتدر هېواد د مدیریت وړتیا نه لري. نوموړي ټینګار کړی دی چې که چېرته ډیموکراټانو ځانګړې توګه د بایډن ادارې لږ تر لږه ۵۰ سلنه وخت هم له چین، روسیې، ایران او اروپایي ټولنې سره مبارزې ته ځانګړی کړی وای نو امریکا به بېرته پخوانۍ برم تر لاسه کړی وای. ټرمپ ویلي چې د بایډن کارونو امریکا د ټولې نړۍ د خندا وړ ګرځولې ده.
































