رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په امریکا کې د موسیقي فسټیوال په پرانیستغونډه کې اته کسان وژل شوي دي. راپور کاږي، چې دا پېښه تېره شپه د امریکا په تګزاس ایالت کې د اسټروورلډ په نامه د موسیقي فسټیوال په یوه پرانیستغونډه کې د ګڼې ګوڼې له امله رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، د تګزاس ایالت د بېړنیو پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رییس سامویل پینا دا پېښه تایید کړی ده او زیاته کړې یې ده چې یاده پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې خلکو د فیسټوال پرانیستې پر مهال د دریځ لور ته یو ځایي حرکت پیل کړ. په همدې حال کې ځینې نورو رسنیو بیا ویلي چې د پېښې څرنګوالی جوت نه دی او زیاتوي چې ښایي د پېښې د رامنځته کېدو لامل کوم بل څه وي.
































