د ا.ا.ا د بېلو قومونو ترمنځ پر یووالي او نږدېوالي ټینګار کړی دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع له مذهبي مشر او پخواني سیاستوال استاد محمد اکبري سره کتلي دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان پر روان وضعیت او د قومونو ترمنځ پر یووالي او نږدېوالي ټينګار کړی دی. مولوي عبدالکبیر ویلي چې دوی په افغانستان کې د یووالي او اتحاد لپاره مبارزه کوي او هڅه کوي ټول افغانان په یوه ځای کې سره راټول کړي او د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره کار وکړي. استاد اکبري هم ټينګار کړی چې افغانان باید خپل یووالی وساتي او په دې حساسو شرایطو کې دې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره کار وکړي.
































