د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش وايي، چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله تر منځ سیاسي هوکړه په عمومي شرایطو او اصولو کې نهایی شوې او د هغې د جزیاتو نهایي کولو لپاره کار روان دی. دانش دغه څرګندونې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له سفیر پیري مایدون سره د لېدنې پرمهال کړې دي. نوموړي ویلي، چې د حکومت او عبدالله عبدالله ګډ استازي د دوه اړخیز تړون د جزیاتو پر نهایي کولو باندې کار کوي او ډیر ژر به سیاسي جنجالونه پای ته ورسېږي. دانش همدارنګه ویلي دواړه لوري دې ته ژمن دي چې د بحث وړ مسایل ژر نهايي شي.
































