یوه بریدګر په المان کې درې کسه د چاکو په ګزار ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې دغه پېښه په یوه چټک اورګاډي کې رامنځ ته شوې ده او مسوول یې هم یو سوریايي وګړی دی. دغه بریدګر تر برید څو دقیقې وروسته د الماني پولیسو له لوري نیول شوی او د لا ډېرو تلفاتو مخنیوی شوی دی. عیني شاهدان وايي چې بریدګر ناڅاپه پر خلکو ګزارونه وکړل او د برید اصلي انګیزه هم نه ده روښانه شوې. بریدګر شاوخوا ۲۷ کاله عمر لري او دمګړی ترې څېړنې روانې دي.
په وروستیو کې په المان او ځينو نورو اروپايي هېوادونو کې ورته امنیتي پېښې ډېرې شوې دي چې اندېښنې یې پارولې دي. اروپايي ټولنه بیا وایي چې ښایي د دې پېښې لامل د تازه کډوالو ورتګ وي.
































