بهرنیو چار وزارت وايي، د ایران او افغانستان د پولې په اوږدو کې د افغان مسافرو د وژل کېدو په اړه څېړنې کوي. یاد وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر د دغه وزارت د سیاسي معین په مشرۍ یو پلاوي ته دنده سپارلې چې په دې اړه هر اړخیزې پلټنې وکړي. ویل کیږي چې یو شمېر افغان مسافر وړمه ورځ ایران ته تر اوښتلو وروسته د ایراني پولیسو لخوا نیول شوي او سخت یې وهلي دي. یاد افغان مسافر د ایراني پولیسو لخوا افغانستان ته د بیرته شړلو پرمهال سیند ته اچول شوي چې سم نیمايي اوبو وړي او مړه شوي دي. د ایران حکومت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
































