د افغانستان لویدیځ هرات ولایت کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شوي دي. د هرات ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي چې په هرات ښار کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي دي او په وینا یې ډېر ژر به د دغه ولایت په ولسوالیو کې هم پرانیستل شي. مسوولینو ویلي چې تر اوسه پورې په هرات ولایت کې د نجونو ښوونځیو د پرانیستل کېدو پر وړاندې کومه ستونزه نشته ده او تر راتلونکې دوشنبې پورې به د دغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې هم د نجونو ښوونځي پرانیستل شي. په همدې حال کې یو شمېر ښځینه ښوونکو هم ویلي چې اوس په دغه ولایت کې د نجونو لپاره تر شپږم ټولګې لوړو زده کړو پر مخ هم موجود بندیزونه لرې شوي دي او دوی تمه ښودلې ده چې د افغانستان ا.ا د نجونو زده کړو ته پوره پاملرنه وکړي.
































