په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف ویلي چې هېواد یې افغانستان ته د بشري مرستو د تر ټولو سترې محمولې پر لېږلو بوخت دی چې د نوامبر میاشتې په اوږدو کې به دغه هېواد ته ورسېږي. ژیرنوف دغه راز ویلي، هغه افغانان چې د روسیې تابعیت لري هغوی به هم د راتلونکو مرستو په رالېږدونکو الوتکو کې بېرته روسیې ته واستول شي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې یو شمېر هېوادونو د مسکو ناسته کې هوکړه کړې وه چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي څو دغه هېواد له اقتصادي او بشري بحران څخه وژغوري.
































