د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا پر خپل ځای ناستي ولسمشر جوبایډن له دې کبله توندې نیوکې کړي، چې په وينا يې له افغانستان څخه يې ځواکونه په ډېر شرمناک او د تسلیمۍ په بڼه و ايستل. د ټرمپ په وينا، که دی ولسمشر وای ځواکونه يې د امريکا د اقتدار او عزت له خوندي ساتلو سره دوی ته له زيان اوښتو پرته ایستل. ټرمپ زياتوي، چې ده به بګرام پوځي اډه په هيڅ ډول نه وای خوشې کړې. ټرمپ له دې مخکې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ايستل د يوې شرمونکې تسلیمۍ په توګه يادونه یاد کړي وو. د ده په وينا، له افغانستان څخه د ځواکونو ایستل د طا لبانو پر وړاندې د تسلیمیدو په مانا وه.
































