د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي چې د کابل له پرځېدو مخکې ورځو کې، هوکړه شوې وه چې طا لبان کابل ته د نه شي او د دوو اوونیو په لړ کې پر یوه ټول ګډونه حکومت هوکړه وشي. نوموړی د سولې بهیر په برخه کې تر ډېره ملامتي د پخواني حکومت د مشرانو پر غاړه اچوي. خو ټینګار کوي چې د مرکچي لوریو نه ژمنتیا د هېواد د اوسني وضعیت له لاملونو ده. خلیلزاد له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې د پخواني حکومت د سولې د مرکچي پلاوي غړو هم له طا لبانو سره خبرې او مستقیمې اړېکې لرلې. خلیلزاد وايي چې د دوحې هوکړې د امریکا او طا لبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو لپاره یو ښه فرصت رامنځته کړ، خو دواړو لوریو له دغې موکې استفاده ونه کړه. بل خوا له ډموکراسۍ د دفاع بنسټ د یوه راپور په خپرولو سره زلمی خلیل زاد د هېواد د سولې بهیر د ناکامېدو او د هېواد د اوسني وضعیت اصلي عامل ګڼي.
































