د ا.ا د آلمان حکومت د هغه اعلان هرکلی کړی، چې وايي دې ډلې سره د اړيکو په بيا کتنې بوخت دي. تمه کيږي، چې د افغانستان لپاره د آلمان سفیر مارک پوتزل، راتلونکې اونۍ په دې موخه د خبرو لپاره کابل ته راشي. نوموړی د ا.ا له واکمنیدو او د جمهوري نظام له سقوط سره، د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی او د افغانستان وضعیت له دغه هېواد څخه څاري. د ا.ا د وياند مرستيال احمد الله وثیق، د جرمني د دې پریکړې هرکلی کړی او هيله مندي يې ښودلې، چې په کابل کې به د ياد شوي هېواد سفارت بيرته خلاص او د ا.ا واکمني به د نړۍ لخوا په رسميت وپېژندل شي. د المان ځينو رسنيو له ا.ا سره د خپل هېواد د اړيکو نوې بڼه له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د هڅو زياتوالی ښودلی دی.
































