افغانان له ناوړه وضعیت او لوږې سره لاس او ګرېوان دي. بي بي سي انګلیسي په افغانستان کې د وروستي وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې لوړه سلنه وګړي پوره خواړه نه لري او د خوړو له کمښت سره مخ دي. سرچینه همدا راز وایي چې بېکاري او د ژمي راتګ هغه څه دي چې پر افغانانو یې د ژوند کړۍ تنګه کړې ده. په راپور کې د خوړو نړیوال پروګرام له چارواکو سره خبرې شوې دي او دوی د بشري ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه چارواکو ویلي نړۍ ته شرم دی چې په ۴۰۰ میلیونه ډالرو د افغانانو ژوند ژغورل کېږي خو دوی په دې برخه کې همکاري نه شي کولی. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي دوی خپله ټوله هڅه کوي چې د خلکو ژوند وژغوري او نړیوالو ته هم په کار ده چې خپلې مرستې و نه سپموي. دا ناورین داسې مهال رامنځ ته کېږي چې بهرنیو هېوادونو په افغانستان کې په خپل شل کلن حضور کې د اقتصادي ودې لپاره بنسټیز کارونه نه دي کړي او د دوی له وتلو سره هممهاله په هېواد کې بېوزلي او ستونزې د پراختیا په حال کې دي.
































