د افغانستان لپاره د امریکا نوي ځانګړي استازي ټام ویسټ د افغانستان پر سر خبرو لپاره اسیا او اروپا ته سفر پیل کړی دی. ویسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې نړیواله ټولنه باید یو بل سره په پوره همغږي کار وکړي څو هڅې یې اغېزناکې ثابتې شي. هغه زیاته کړې، ده نن پر افغانستان خبرو لپاره د امریکا ملګرو اروپایي او اسیایي هېوادونو ته سفر پیل کړی دی او هیله لري چې سفر یې ښې لاسته راوړنې ولري. نوموړی به په بروکسل کې د اروپایي ټولنې له سفیر سره هم د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د ویلو ده چې دا د امریکا د ځانګړي استازي په توګه د ټام ویسټ لومړنی بهرنی سفر دی.
































