یو شمېر امریکایي رسنیو راپور ورکړی دی چې د افغان پوځ پیلوټان او خدمه په تاجکستاني زندانونو کې دي. د راپورونو له مخې، له افغانستان څخه تاجکستان ته تللي شاوخوا ۱۴۳ پیلوټان او خدمه په یاد هېواد کې په زندانونو کې پراته دي. په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې دوی له تاجکستان سره په تماس کې دي او د یادو کسانو د ایستلو لپاره یې له تاجک چارواکو سره خبرې روانې دي. د یادونې ده چې واک ته د افغانستان ا.ا له رسېدو سره سم د افغان پوځ پیلوټانو له الوتکو سره تاجکستان ته پناه وړې ده خو اوس هلته په زندانونو کې پراته دي.
































