د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست وایي چې پر کابل پاسپورټ ریاست باندې د ګڼې ګوڼې مخنیوي په موخه یې ځینې طرحې تر کار لاندې دي چې په پلي کېدو سره به یې پر دغه ریاست ګڼه ګوڼه کمه او خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي. د یاد ریاست مسوولینو ویلي چې ډېر ژر به د هېواد په څلورو لویو ښارونو لکه کندهار، خوست، بلخ او ننګرهار کې د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل شي. د یاد ریاست په خبره، هېوادوالو ته د غوره خدمتونو رسوونه خپل مسوولیت بولي او هڅه کوي چې د پاسپورټ اخیستلو برخه کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړي. د یادونې ده چې پر کابل پاسپورټ ریاست باندې د خلکو ګڼه ګوڼه د دې لامل شوې ده چې خلک د یو پاسپورټ اخیستلو لپاره په اوونیو منتظر پاتې شي.
































