د پاکستان د سیاسي ګوندونو د ایتلاف مشر مولانا فضل الرحمن ویلي چې عمران خان په پاکستان کې د مذهب په نوم نفرتونو ته لار اواره کړې ده. هغه زیاته کړې چې عمران خان یو فاسد شخص دی او د خپلې واکمنۍ په درې کلونو کې یې پاکستان تباه کړی دی. نوموړي ټینګار کړی دی چې پاکستان په تېرو دریو کلونو کې تر ټولو ستره اقتصادي ضربه خوړلې ده او د عمران خان له برکته دغه هېواد د تباهۍ د ګړنګ پر غاړه ولاړ دی. فضل الرحمن دغه راز ویلي چې په همدې موده کې یوازې مافیا ګټه کړې ده او که چېرته عمران خان استعفا ته اړ نه کړل شي نو د واکمنۍ په پوره کېدو سره به یې پاکستان داسې تاریخي تباهي مشاهده کړي چې رغونه به یې په لسیزو وخت ونیسي.
































