امریکا وایي له طا لبانو سره د خبرو نوي پړاو ته ننوځي. د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو د خلیلزاد نوي ځایناستي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د ثبات لپاره له طالبانو سره خبرو ته ادامه ورکوي. نوموړي له بروکسل په واشنګټن کې په انلاین توګه له خبریالانو سره خبرې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې له طا لبانو سره د بل پړاو خبرو په اړه یې د ناټو غړو هېوادونو ته معلومات ورکړي. دده په وینا همدا راز په دې لیدنه کې یې د ناټو غړو هېوادونو ته هغه شرایطو هم واضح کړي چې له مخې یې طا لبان په رسمیت پېژندل کېدلی شي. همدا راز ټام وېسټ ویلي چې له طا لبانو سره د مذاکراتو نوی پړاو به په دوحه کې پیلېږي، تر ډېره به د امنیتي او استخباراتي اداراتو له لوري مخ ته وړل کېږي خو د کره نېټې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
































