د اوو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران په هند کې پر افغانستان خبرې کوي. د هندي رسنیو د راپورونو له مخې د اوو هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران نوي ډهلي ته راغلي دي او د افغانستان پر اوسني وضعیت او راتلونکې به خبرې کېږي. په دې لیدنه کې هند هڅه کوي د خپلو هغو اندېښنو په اړه ځواب پیدا کړي چې په افغانستان کې یې د طا لبانو د واکمنېدو له درکه لري. تر دې وړاندې هند ویلي چې له دې کفنرانس یې موخه په سیمه کې د وضعیت ارزول، د ګواښونو پر وړاندې تیاری، افغانستان ته د دایمي سولې راوستل او د بشردوستانه مرستو برابرول دي. په دې کفنرانس کې پاکستان او چین ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو دغه هېوادونو په یاد کنفرانس کې ګډون نه دی کړی.
































