پاکستاني طا لبانو له پاکستاني حکومت سره د افغان طا لبانو په منځګړیتوب بشپړ اوربند کړی دی. د پاکستاني طا لبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دوی له حکومت سره مذاکرات پيلوي او ددې مذاکراتو لپاره یوه میاشت اوربند رامنځ ته شوی دی او په دې لړ کې که پرمختګ رامنځ ته کېږي نو اوربند به تمدېدېږي. پاکستاني حکومت هم ویلي چې د افغان طا لبانو په منځګړیتوب یې د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې له پاکستاني طا لبانو سره خبرې کړې دي او پر بشپړ اوربند توافق شوی دی. پاکستاني طا لبانو په خپله اعلامیه کې له افغان طا لبانو د منځګړیتوب له امله مننه کړې ده او ټينګار یې کړی چې دوی اوربند ته ژمن دي او حکومتي لوري ته په کار ده چې له هوکړې سرغړونه ونه کړي. شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پاکستاني طا لبانو حکومت ته ګواښ وکړ چې ژر به یې پر وړاندې جګړه پيلوي او هلته به رښتینی اسلامي نظام حاکموي.
































