روسیه وایي د افغانستان په اړه د ترویکا راتلونکې غونډه په اسلام اباد کې جوړېږي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د ترویکا غونډه روانه اونۍ په اسلام اباد کې جوړېږي او په هغه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي. نوموړي کره نېټه نه ده په ګوته کړې خو ښایي په همدې راتلونکو درېیو ورځو کې دغه غونډه ترسره شي. ترویکا د افغانستان په اړه د روسیې له لوري رامنځ ته شوی فلټ فارم دی چې په هغه کې د سیمې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونه برخه لري او موخه یې هم په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستل دي. ددې غونډو دوه مخکیني پړاوونه په روسیه کې ترسره شوي دي.
































