د امریکا باور او نفوذ په نړۍ کې د له منځه تللو په حال کې دی. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه اوږده تحلیل کې په نړیواله کچه د امریکا نفوذ او سیاستونو ته کتنه کړې ده. سرچینه کاږي چې د بایډن په حکومت کې د غیر ضروري تېروتنو له امله په نړیواله کچه امریکا خپل ځای ځایګی له لاسه ورکوي او د ملګرو هېوادونو لپاره د ډاډ وړ متحد نه دی. سرچینه وایي امریکايي حکومت باید نړیوالو بدلونونو ته جدي کتنه وکړي او د ملي امنیت او نړیوال سیاست په برخه کې اوسنۍ دستګا او چلند باید ټول بدل کړي. نیویارک ټایمز وايي چې د بایډن اداره د ډېرو مسایلو په اړه بې پروا ده او دا د امریکا راتلونکې ته خطرونه زېږولی شي. سرچینه کاږي چې دمګړی په نړۍ کې د امریکا واک او ځواک له خطر مخ دی، له راپرځېدو سره مخ ده او که وضعیت همداسې دوام کوي نو حریف هېوادونه یې ښایي میدان ترې وګټي.
































