د ا.ا.ا د وزیرانو شورا کې د مهمو مسایلو په اړه پرېکړې شوې دي. د چارو ادارې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د وزیرانو شورا غونډه د رییس الوزار ملا حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوې ده. په دې غونډه کې پر امنیتي، اقتصادي او نورو مسایلو خبرې شوې دي.
په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د ا.ا ټولې ادارې افغان سوداګرو ته د مصوونې فضا په برابرورو موظفې دي او د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د هر ډول خنډ جوړول جرم بلل شوی دی. سرچینه کاږي ((ټول حکومتي ادارات مکلف دي چې ملي تجارانو، صنعتکارانو، او پانګه والو ته لازمې آسانتياوې برابرې کړي، تر څو په ډاډمنه توګه د هېواد د ښېرازۍ، خود کفایي، او اقتصادي پرمختګ په لاره کې رغنده ګامونو واخلي، د دوی د پلانونو، پروګرامونو او پروژو په وړاندې خنډ او ځنډ ايجادول قانوني جرم دی)).
د افغانستان استخباراتي او امنیتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د ټولو افغان سوداګرو ستونزې واوري او له ځنډ پرته یې حل کړي. همدا راز پرېکړه شوې چې د تېر حکومت فرامین وڅېړل شي او له هغه مواردو پرته چې له شرعي قوانینو سره په ټکر کې دي، نور عملي کړل شي. دغه راز په دې غونډه کې د ولسي جرګې د پخواني غړي الله ګل مجاهد د نیوونکو د محاکمه کولو امر شوی دی او ټینګار شوی دی چې د هغه ځوروونکي او نیوونکي باید ونیول شي او د قانون په چوکاټ کې دې چلند ورسره وشي. د سرچینې په خبره ((د استخباراتو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د الله ګل مجاهد د نیولو او وهلو قضیه په دقیق ډول وڅيړي او له نیوونکو سره دې قانوني چلند وشي)).
































