د امریکا متحده ایالاتو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې افغان کډوالو ته به امریکا ته مهاجرت نور هم اسانه کړي. د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شاوخوا ۷۰ زره هغه افغانان چې د جولای میاشت کې امریکا ته رسېدلي دي، هغوی ته به د اقامې، ګرین کارډ، د کار اجازه او نورو اسنادو په لاسته راوړلو کې پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي. یاد وزارت دغه راز ویلي چې افغان کډوالو ته د کډوالۍ پروسې لپاره اړین هغه فیسونه هم معاف شوي دي چې زرګونه ډالرو ته رسېږي. د امریکا کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې دوی لا هم هڅه کوي چې د کډوالۍ پروسه تر دې هم اسانه کړي څو له جګړو ستړي افغانان په امریکا کې تر دې ډېر ستړې ونه ګالي.
































