په داسې حال کې چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ د اسیا او اروپا پر سفر وتلی دی، رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې امریکا د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره پلمې لټوي او هڅه کوي چې دغه ډله په رسمیت وپېژني. راپور کې راغلي چې اروپا او اسیا ته د ټام ویسټ د سفر موخه هم دا ده چې له خپلو متحدینو سره د طالبانو د په رسمیت پېژندلو پر څرنګوالي خبرې اترې وکړي. راپور د ویسټ له قوله ویلي چې له نړیوالې ټولنې سره اړیکو ته د طالبانو تمایل دا ایجابوي چې نړیواله ټولنه هم افغانستان ته خپلې مرستې پیل کړي، د نړۍ ډیپلوماټان بېرته کابل ته وګرځي او دغه راز پر افغانستان لګېدلي بندیزونه لرې کړل شي خو زیاتوي چې دا مسئله امریکا په یوازې ځان نه شي حل کولی ځکه خو دی پر یو مهم ماموریت راوتلی دی څو له خپلو متحدینو سره پر یادو موضوعاتو بحثونه وکړي او حل لارې ومومي.
































