په امریکا کې د تر سره شوې نظرپوښتنې پایلې ښیي چې د متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر جوبایډن د خپلو خلکو په منځ کې نور هم منفور شوی دی او خپل پخوانی محبوبیت یې له لاسه ورکړی دی. نظرپوښتنه کې د امریکایانو له قوله راغلي، دوی فکر کاوه چې بایډن به ډېر مقتدر ولسمشر وي او د ټرمپ له لاسه بې حیثیته شوې امریکا به بېرته پخواني برم ته ورسوي خو له بده مرغه چې دی تر ټرمپ دوه برخې بدتر دی. دوی ویلي چې ټرمپ یوازې کوچني موضوعات تر نظر تېرول خو بایډن ان د ملي ګټو پر وړاندې هم بې پروایي کوي. د یادې نظرپوښتنې د پایلو له مخې، شاوخوا ۵۸ سلنه امریکایانو ویلي چې بایډن د امریکا د اداره کولو وړتیا نه لري.
































