صابرین نیوز راپور ورکړی دی چې په عراق کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ یو لوړپوړی پوځي افسر وژل شوی دی. راپور کاږي چې دا پوځي دوه ورځې وړاندې د عراق په پلازمینه بغداد کې په مرموز ډول وژل شوی دی. یوې بلې رسنۍ بیا راپور ورکړی دی چې ممکن یاد پوځي د لاسي بم په یوه پېښه کې چې دوه ورځې وړاندې د عراق په شنه ساحه کې رامنځته شوې ده وژل شوی وي. د امریکا مرکزي قومندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د دغه پوځي د وژل کېدو راپور پر داسې مهال ورکول کېږي چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) ویلي چې د روان کال تر پایه به په عراق کې د امریکایي ځواکونو پوځي حضور ختم او دا ماموریت د عراقي پوځیانو روزنې ته واوړي.
































