د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې مسکو هیله لري طالبان یو پراخ بنسټه حکومت جوړ او د افغانستان وضعیت ثبات ته ورسوي. نوموړي نن له خپل واتیکاني سیال پل ریچارډ ګلاګر سره یوې ګډې خبري ناستې ته ویلي چې مسکو له طالبانو هیله لري چې په افغانستان کې یو پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي او له دغه هېواد څخه نورو هېوادونو ته د متوجه ګواښونو مخنیوی وکړي. هغه ویلي، طالبانو ژمنه کړې ده چې د ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې به مبارزه کوي او نورو هېوادونو ته به د جګړو او ترهګرۍ د پراختیا مخنیوی کوي او دوی تمه لري چې هغوی (طالبان) په دې کار کې بریالي شي.
































