شاوخوا ۱۵۰ افغان پيلوټان تېره شپه له تاجکستان لېږدول شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې تېره شپه یوې امریکايي الوتکې د تاجکستان له پلازمینې دوشنبې شاوخوا ۲۰۰ افغانان لېږدولي چې په دې کې شاوخوا ۱۴۳ کسان یې افغان پيلوټان دي. د معلوماتو له مخې دا هغه پيلوټان دي چې د افغان حکومت تر سقوط وروسته تاجکستان ته تللي وو. امریکايي چارواکو ویلي چې یاد کسان به امریکا ته تر وړلو مخکې د نړۍ درېیو بېلو هېوادونو ته وړل کېږي او تر هغه وروسته به یې امریکا ته لېږدول کېږي. تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې لسګونه افغان پیلوټان په تاجکستان کې زنداني شوي دي خو تاجکستان په دې اړه څه نه دي ویلي. بلخوا امریکا اعلان کړی چې تازه د لا ډېرو افغانانو پر ایستلو کار کوي او د هغو کسانو کورنۍ او خپلوان لېږدوي چې له امریکايي ماموریت سره یې همکاري کړې ده.
































