د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ویلي چې حکومت د افغانستان ا.ا په وړاندیز د پاکستاني طالبانو له تحریک سره خبرې پیل کړې دي. هغه ویلي چې له تحریک طالبان پاکستان سره به خبرې هله مثبته پایله ورکړي کله چې دغه ډله د پاکستان قانون ومني. چودري څرګنده کړې ده چې ټيټيپي کې دننه داسې ډلې شته چې غواړي تاوتریخوالی پرېږدي او د پاکستان حکومت هم غواړي خپلو هېوادوالو ته چانس ورکړي او وګوري چې قانون ته وفادار پاتې کېږي او کنه. د یادونې ده چې په افغانستان کې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته تحریک طالبان پاکستان هم وویل چې څو پورې یې په پاکستان کې اسلامي نظام رامنځته کړی نه وي د پاکستاني ریاست پر وړاندې به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي.
































