پاکستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه ډېر شوي دي. د راپورونو له مخې په وروستیو کې په پاکستان کې د خبریالانو په تېره بیا د ښځینه خبریالانو پر وړاندې ګواښونه او خطرونه ډېر شوي چې له همدې امله ډېری خبریالانو خپلې دندې پرې اېښې دي. د معلوماتو له مخې په وروستیو کې د حکومتي اداراتو له لوري خبریالان ګواښل کېږي او ان په ډېری مواردو کې یې په نښه شوي هم دي. خبریالانو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان په ډېری برخو کې پر دوی د کار او ازادۍ کړۍ تنګه شوې ده او نه یوازې دوی پخپله بلکې د کورنۍ غړي یې هم له خطر سره مخ شوي دي. دوی پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د پاکستاني حکومت د ورته اقداماتو پر وړاندې چوپتیا ماته کړي او د بیان ازادۍ لپاره دې هڅې ډېرې کړي.
































