د ترکیې پارلمان د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه وړاندیز ته مثبته رایه ورکړې ده چې پر بنسټ به یې ترکي سرتېري په اذربایجان کې خپل حضور ته دوام ورکړي. د همدې پرېکړې پر بنسټ به ترکي سرتېري یو کال نور په اذربایجان کې حضور ولري او دغه هېواد به د ۲۰۲۲ میلادي کال د نومبر میاشتې تر ۱۷مې پورې بهرني عملیات وکولی شي. ترکیې چې تر اوسه پورې یې د اذربایجان له ارضي تمامیت څخه په کلکه دفاع کړې ده له دې وروسته به هم وکولی شي چې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ په یاد هېواد کې د سوله ساتو په توګه خپل ماموریت ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې څه موده وړاندې ارمنستان د اذربایجان پر خاوره نګورنو قرهباغ سیمه ولکه ټینګه کړه او هڅه یې کوله چې یاده سیمه اشغال کړي خو د اذربایجاني پوځیانو له وسله وال غبرګون سره مخ شو او ترمنځ یې خونړۍ جګړه د ترکیې او روسیې په منځګړیتوب د اوربند په کولو سره پای ته ورسېده.
































