د افغانستان د دفاع وزارت لوی درستیز قاری فصیح الدین ویلي چې تر اوسه پورې یې نوي اردو ته ۱۵۰ زره سرتېري جذب کړي دي. هغه له الجزیره تلویزیون سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې دوی تر اوسه پورې ۱۵۰ زره تازه عسکر جذب کړي دي او دغه راز د پخوانۍ اردو هغه سرتېري هم بېرته دندو ته راغواړي چې په فساد کې ښکېل نه وي. نوموړي څرګنده کړې ده چې د افغانستان ا.ا به د هغو کسانو پر وړاندې جدي اقدامات وکړي چې د قوم، مقاومت او د ډیموکراسي په نامه د عامه نظم د اخلال هڅه کوي. د یادونې ده چې نوموړي وړاندې تر دې هم په کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو چې اخلالګر به ماتېږي او هیچا ته به په هېواد کې د کورنۍ جګړې پیلولو اجازه ورنه کړي.
































