په افغانستان کې مېشتو امریکايي ځواکونو یو ځل بیا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د اړتیا په صورت کې به د افغان ځواکونو دفاع ته ورګرځي. په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو ویاند پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي طالبان اړ دي چې د دوحې پر هوکړه عمل وکړي او د تاوتریخوالي په کچه کې اتیا سلنه کموالی راولي. دده په وینا که طالبان پر ژمنو وفا نه کوي نو دوی هم اړ دي چې د اړتیا په صورت کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته ور وګرځي او پر طالبانو بریدونه وکړي. بلخوا د طالبانو ویاند بیا وایي چې دوی هوکړې ته ژمن دي خو افغان حکومت او امریکایي لوری پر هوکړه عمل نه کوي. د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا امریکایان او افغان حکومت بندیان نه ازادوي، د سولې لپاره نور ګامونه نه اوچتوي نو ځکه دوی خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي. د رسنیو د راپورونو له مخې د سولې هوکړې له لاسلیک راهیسې په ۴۵ ورځو کې طالبانو ۴۵۰ لوی او واړه بریدونه کړي دي.
































