د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د ترویکا ناستې ته ویلي چې د افغانستان اقتصاد د ترینګلتیا په حال کې دی او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد د اقتصاد پیاوړتیا، د کډوالو بحران او یوې کورنۍ جګړې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي. هغه زیاته کړې ده چې له افغانستان سره د نړۍ تعامل باید له قید او شرط پرته نه وي، بلکې نړۍ ته په کار ده چې په مشروط ډول د افغانستان د ژغورلو لپاره خپل شرایط وړاندې کړي او ژر د عمل ډګر ته ستنه شي. په همدې حال کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار هم ویلي چې افغانستان له اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی او نړیواله ټولنه نباید افغانستان یو عالم ستونزو ته یوازې پرېږدي.
































