د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې (اوچا) ویلي چې افغان ماشومان لا هم خوندي نه دي او تر اوسه پورې یې له جګړې پاتې شونې او ماینونه ژوندونه اخلي. یاد سازمان د یو راپور په خپرولو سره زیاته کړې ده چې که څه هم په تېرو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شوې ده خو په دغه هېواد کې د تېرې شل کلنې جګړې په لړ کې په لارو او کوڅو کې اېښودل شوي ماینونه او نور ناچاودي توکي د ماشومانو ژوند اخلي او په تېرو دریو میاشتو کې یې تر پنځو د زیاتو ماشومانو ژوند اخیستی دی. دغه دفتر پر یاده موضوع اندېښنه څرګنده کړې ده او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتنه کړې ده چې د دغو ګواښونو د کمېدو برخه کې اړینه همکاري وکړي.
































