د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي له اسلام اباد څخه په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دوی د پاکستان، روسیې، چین او امریکا له استازو سره کتلي دي او په ډېریو برخو کې یې پر مهمو موضوعاتو مثبتې خبرې اترې لرلې دي. هغه ویلي چې د ترویکا پلس غړو هېوادونو د امنیت، ترهګرۍ سره د مبارزې او حکومتولۍ برخه کې د افغانستان ا.ا هڅې ستایلې دي او د همکاریو ډاډ یې ورکړی دی. نوموړي دغه راز ویلي چې دوی په یاده ناسته کې د افغانستان د ملي شتمنۍ پر ازادېدو هم ټینګار کړی دی او دغه راز یې له پاکستاني چارواکو سره پر سوداګریزي پراختیا او دې برخه کې د موجوده ستونزو پر له منځه وړلو هم خبرې کړې دي او دوام به ولري. متقي ویلي چې دوی به د پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو له استازو سره خپلو لیدنو ته دوام ورکړي او هیله یې څرګنده کړې ده چې دغه ناستې او لیدنې به مثبتې پایلې ولري.
































