مرستندویه ټولنو ویلي چې ایراني چارواکي هره اونۍ په زرګونو افغان مهاجر له سرحد نه بېرته خپل هیواد ته شړي. یو شمیر هغو کسانو چې له ایران څخه ایستل شوي رویټرز او فرانس پرس خبري اژانسونو ته ویلي چې د افغانستان پولې ته له انتقالیدو دمخه په ایران کې په ګڼه ګوڼه او توقیف خانو کې ساتل شوي او ایراني مسولینو ورسره بد چلند کړی دی. ګڼو افغان مهاجرو ویلي چې ایراني مسولین افغان مهاجر انسانان نه ګڼي او ادعا یې کړې چې په توقیف ځای کې په دې خاطر چې د پولې څخه د تیریدو لپاره یې کرایه نه لري د ایراني مسولینو له لورې وهل شوي او ټکول شوي دي. د مهاجرت نړیوالې ادارې ویلي چې یواځې په روان کال کې څه دپاسه یو میلیون افغان مهاجر له پولې را اړول شوي دي. د دې ادارې شمیرې ښيی چې یواځې د اکتوبر د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې ۲۸زره افغان مهاجر له ایران شړل شوي دي. ددغه بنسټ مسولینو چې د افغانستان-ایران پر پوله د د بیرته استول شویو کسانو سره مرسته کوي.
































