د اوباما د ولسمشرۍ په موده کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سټنلي مکریسټال اعتراف کوي چې په افغانستان کې یې د جګړې له بشپړ تصویره ولسمشر نه و خبر کړی. د راپور له مخې، جنرال مکریسټال وویل، د دې ترڅنګ چې له پخواني ولسمشر بارک اوباما څخه یې په افغانستان کې د طالبانو خلاف د جګړې لپاره د ۳۰ زره اضافي ځواکونو د وراستولو غوښتنه کوله، په دې پوهېده چې د اضافي ځواکونو له وراستول کېدو سره سره د بري چانس لږ و خو له دې موضوع یې باید ولسمشر خبر کړی وای. مکریسټال دا څرګندونې د خپل نوي کتاب په مخکتنه کې کړې دي. جنرال مکریسټال وویل چې دا خطر یې په دې خاطر منلی و چې فکر یې کاوه د افغانستان حالات به ورسره ښه شي او امریکايي پوځیانو ته به د وتلو لار هواره شي. جنرال مکریسټال، په ۲۰۰۹ م کال افغانستان ته واستول شو چې پوځي وضعیت بدل کړي او وروسته له دې چې افغانستان را ورسېد د امریکا له دفاع وزارته یې وغوښتل چې د وضعیت د بدلون لپاره دې اضافي ځواکونه ورکړي.
































