افغان حکومت دې د سولې د راوستو لپاره د قوي ضمانت د موجودیت په صورت کې د طالبانو بندیان خوشي کړي. د امریکا د بهرنیو چارو ورازت پخوانی سلاکار او د افغانستان د مسایلو څارونکي بارنت روبین ویلي د طالبانو وروستیو دریځونو ته په کتو ښکاري چې دغه ډله د سولې غوښتونکې ده خو د باور فضا پیاوړتیا ته اړتیا ده. دده په خبره افغان حکومت ته په کار ده چې زړور اقدام وکړي او د قوي ضمانت د موجودیت په صورت کې دې د طالبانو بندیان خوشي کړي. بارنت همدا راز وایي له دې پرته بله لار نشته ده او ددې اړتیا ده چې په افغانستان کې باید اوربند رامنځ ته شي. هغه ټینګار کوي چې که پر دې مسئله لږ دقیق او رښتینی کار وشي نو ددې امکان شته چې په افغانستان کې اوربند رامنځ ته او دایمي سولې ته لار هواره شي.
































