د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د ملکي افغانانو د وژنو شواهد پټ کړي دي. د بریتانیا د اردو لوړپوړو افسرانو د دوی د ځواکونو له لوري د نیولو شویو افغانانو د وژنې شواهد پټ کړي دي. د بریتانیا دفاع وزارت هغه اسناد، چې د دې هیواد له سترې محکمې سره شریک کړي، پکې لیدل کیږي چې د بریتانیا دفاع وزارت سره له دې، چې په خپلو ځواکونو یې د افغانانو د وژلو شک درلود، خو د دوغو ځواکونو په لاس د افغانانو د وژلو اړوند اسناد یې پټ کړي دي. د بریتانیا د دفاع وزارت بیا وایي، چې دا شواهد نوي نه دي او تردې وړاندې یې په تړاو څېړنې شوې دي.
































