د ننګرهار د سپين غر ولسوالۍ په يو جومات کې د چاودنې له امله شاوخوا پنځلس لمونځ کوونکي ټپيان شوي دي. د سيمې خلک وايي، چې چاودنه په شډل جامع جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال په ممبر کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده. د سيمې اوسېدونکي وايي، په چاودنه کې ۱۵ کسان ټپيان شوي چې د درېيو هغو روغتيايي وضعیت ښه نه دی. يوې حکومتي سرچينې هم دغه پېښه رسنیو ته تاييد کړه خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
































