د پاکستان صدراعظم عمران خان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره لیدلي دي. د ا.ا وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د پاکستان له لارې د هندوستان د مرسته شويو غنمو د انتقال په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی. مجاهد زياتوي، چې متقي له عمران خان څخه وغوښتل څو د تورخم او چمن دروازو او افغان سوداګريزو توکو ته د دغه هېواد له بندرونو څخه ترانزيټ کې عملي اسانتياوې راولي. نوموړی وايي، عمران خان ژمنه وکړه چې د پاکستان له لارې د افغان توکو ترانزيټ کې به د پام وړ اسانتيا راشي. د مجاهد د معلوماتو له مخې، همدا ډول عمران خان ژمنه وکړه چې د واګه بندر له لاری به د هند هېواد مرسته شویو غنمو ته اجازه ورکړي. ويل شوي، چې د ویزو په برخه کې به هم پاکستان اسانتیاوې راولي، په نړیواله کچه به د افغانستان د موجوده سیاسي ستونزو حل او د بشري مرستو په جلب او جذب کې به د زمينې په برابرولوسره مرسته وکړي.
































