د سولې خبرې باید د بشر له ټولو اساسي حقوقو په تېره د بیان له ازاداۍ ملاتړ وکړي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یونما د مطبوعاتو د نړیوالې د ورځې په مناسبت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د بیان د ازادۍ ملاتړي دي. ددغه ادارې په وینا د بیان ازادي په افغانستان کې یوه مهمه لاس ته راوړنه ده چې د سولې په خبرو کې باید معامله ورباندې و نه شي. سرچینه وایي د سولې خبرې باید د بشر له ټولو اساسي حقونو په تېره د بیان له ازادۍ ملاتړ وکړي. یونما همدا راز پر رسنیو غږ کړی دی چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو د یووالي، سولې او کرونا ویروس ضد مبارزې لپاره کار وکړي او په دې ټوګه خپل هېواد له یوه پېښېدونکي بحران وژغوري.
































