د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال نیک کارټر ویلي چې په وروستیو کلونو کې د غرب او روسیې ترمنځ د جګړې خطر خپل اوج ته رسېدلی دی. کارټر له ټایمز راډیو سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې بریتانیا باید په دې حساسو شرایطو کې ډېر هوښیاره واوسي څو د سترو قدرتونو ترمنځ په دې احتمالي جګړه کې ښکېل نه شي. هغه څرګنده کړې ده چې دا به د تېرې سړې جګړې په څېر یوه جګړه نه وي بلکې زیانونه به یې تر هغه څه ډېر زیات وي چې خلک یې فکر کوي. کارټر ټینګار کړی دی چې دا د اوازو پر بنسټ یو سرسري تحلیل نه بلکې یو ښکاره حقیقت دی، خو هېوادونو ته په کار ده چې له مسائلو سره هوښیار او مسلکي چلند وکړي څو د یوې سترې او ګواښوونکې جګړې مخنیوی شوی وي.
































