په ګڼو امنیتي پېښو کې پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په پښتونخوا کې پنځه پاکستاني عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. سرچینې وایي چې لومړی دوه پاکستاني عسکر په ډزو وژل شوي دي او وروسته بیا په یوه چاودنه کې درې نور پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
پاکستاني حکومت ویلي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي او ژر به یې په اړه معلومات خپاره کړي. دا چاودنې داسې مهال کېږي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ او پوځ د یوې میاشتې لپاره اوربند کړی دی او پر یو بل یې بریدونه درولي دي.
































