د ایکوادور هېواد په یو زندان کې د بندیانو ترمنځ نښته کې ۹۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپورونو له مخې، دا نښته چې د مخدره توکو د دوو قاچاقبرو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده په پایله کې یې ۶۸ کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي. د ایکوادور چارواکو ویلي چې نښته د جمعې پر ورځ پیل شوه او ان د شنبې پر ورځ هم تر هغې روانه وه چې پوځ او پولیس د زندان ودانۍ ته ننوتل. ځایي رسنۍ وایي، د پولیسو ډلې د زندان ودانۍ ته ننوتلې دي او هلته یې توپانچې، چاړې او چاودېدونکي توکي موندلي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې هم د روان کال په تېره سپټمبر میاشت کې په همدې زندان کې په یوه نښته کې ۱۱۹ کسان وژل شوي وو.
































