د پاکستان پوځ ویلي چې د بلوچستان ایالت کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال د وسله والو په یو کمین کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د پوځ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنیتي ځواکونو د پټو اطلاعاتو پر بنسټ د بلوچستان په هوشاپ سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات کول چې د وسله والو تر کمین لاندې راغلل او په پایله کې یې یاده مرګ ژوبله واوښته. پوځ ویلي چې په متقابلو ډزو کې یو شمېر وسله وال هم وژل شوي دي خو کره شمېر یې معلوم نه دی. تر اوسه پورې د برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخستې.
































