اسوشیټډپرس اژانس راپور ورکړی دی چې د امریکا په بیور جزیره کې د یوې الوتکې نسکورېدو پېښه کې څلور کسان مړه شوي دي. راپورونه وایي چې دا د بریتانیایي بریټن-نورمن شرکت ساخت وړوکې الوتکه د میشیګان په بیور جزیره کې د پیلوټ له کنټروله وتلې او پکې سپاره څلور کسان مړه شوي دي. د یاد ایالت پولیس چارواکو ویلي چې تر اوسه پورې د مړه شویو کسانو هویت څرګند نه دی. دوی ویلي چې د الوتکې د نسکورېدو علت معلوم نه دی خو د پېښې په تړاو د پولیسو څېړنې دوام لري.
































