د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ایراني عسکرو لومړی ۵۷ افغان مسافر نیولي، سخت یې ځورولي او له دې ډلې یې وروسته ۲۷ کسه په ظلم او وحشت وژلي دي. دوی پر ایراني حکومت غږ کړی چې دغه پېښه په هر اړخیزه توګه وڅېړي او عاملینو ته یې سخته سزا ورکړي. وسله والو طالبانو ویلي چې دوی له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي نو دغه ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې کولی شي. طالبانو داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې د ملي امنیت شورا وایي، دغه ډلې د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په اوولسو ولایتونو کې اوولس ملکیان وژلي او ۴۹ نور یې ټپیان کړي دي.
































