روسي چارواکي وایي چې مسکو هند ته د اس_۴۰۰ دفاعي سیسټم لېږد پیلوي. د روسیې خبري اژانس د یاد هېواد د پوځي همکاریو د رییس دیمیتري شوګایف له قوله راپور ورکړی دی چې هند ته د یاد سیسټم د لېږلو لومړنۍ محموله چمتو شوې ده او ژر به یې واستوي. نوموړي زیاته کړې ده چې د دغه سیسټم لومړنی واحد به د روان کال تر پایه هند ته ورسېږي. د یادونې ده چې وړاندې تر دې هندي چارواکو ویلي وو چې د چین د تهدیدونو د مخنیوي لپاره یې له روسیې سره د ۵.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت د اس_۴۰۰ دفاعي سیسټم پېرلو قرارداد لاسلیک کړی دی.
































